خامنه ای: ایرانیانو د اټمي توافق کومه ګټه نه ده لېدلې

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ویلي، د ایران عادي وګړو تر اوسه پورې د دې هېواد او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو تر منځ له اټمي توافق څخه کومه ګټه نه ده لیدلې.

خامنه يي پرون په تهران کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، د بندیزونو د پای ته رسیدو په نتیجه کې ایرانیانو تر اوسه په خپل ژوند کې کوم د پام وړ اغیز نه دی لیدلی.

نوموړې شکایت وکړ او ویې ویل چې پر ایران لګیدلې بندیزونه هم تر اوسه پورې په بشپړه توګه نه دي لرې شوي.

خامنه يي همدارنګه د امریکا پر متحدو ایالتونو انتقاد وکړ او ویې ویل، تهران باید د امریکا پر ژمنو باور ونه کړي.

ایران او د نړۍ شپږو پیاوړو هیوادونو د تهران د اټمي پرواګرام په اړه تېره کال خپلو کې یو توافق وکړ چې له مخې یې ایران اټمي پروګرام بندوي او نړیواله ټولنه پر تهران بندیزونه پای ته رسوي.