سوریه کې د روسیې ویشتل شوي هلیکوپټر کې ۵ کسان وژل شوي

کريملن وايي، په سوریه کې په ويشتل شوي روسي هليکوپتر کې سپاره ټول پنځه کسان وژل شوي دي.

د کريملن وياند دمتري پيسکوف نن وويل،د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې چې موږ تر لاسه کړي، په هليکوپتر کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

پيسکوف وويل چې دغه روسان د اتلانو په مرګ مړه شول ځکه چې دوی د زياتو تلفاتو د مخنیوي لپاره د هلي کوپتر مخ بلې خوا ته واړاوه.

مخکې دفاع وزارت ويلي وو چې يوه ايم آی اته د ترانسپورت هليکوپتر په ادليب ايالت کې ويشتل شوې خو په دغه هليکوپتر کې د پنځو سپرو کسانو په اړه معلومات نه وو څرګند.