د ترکيې د بهرنیو وزارت په انقره کې د جرمني شارژ دافير د هغې پرېکړې په اعتراض کې احضار کړی چې له مخې يې ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان ته د جرمني په کولون ښار کې د ويډيو له لارې د وينا اجازه ورنه کړل شوه.
پرون د جرمني په کولون ښار کې زرګونو کسانو د جولای د پنځلسمې د ناکامې کودتا پر ضد لاريون وکړ او له اردوغان سره يې ملاتړ څرګند کړ.
ځايي پوليسو په لومړي سر کې د لاريون تنظيموونکو ته د لوی تلويزيوني پردې ايښودلو اجازه ورنه کړه.
وروسته ځايي محکمې پرېکړه وکړه چې د لاریون پر مهال د لويې پردې تلويزيون کارېدلای شي خو يوازي په لاريون کې په فزيکي توګه د حاضرو کسانو د وينا لپاره.
دا پرېکړه د جرمني د سترې محکمې له خوا تاييد شوه.
د ترکيې د صدراعظم مرستيال نعمان کورتولموس نن ويلي چې دا عمل د بيان د آزادۍ پر خلاف دی او پر جرمني يې د دوه مخيتوب تور پوري کړی دی.
په جرمني کې شا او خوا درې مليونه ترک نژاده کسان اوسي.