د قزاقستان چارواکي وايي، تېره مياشت د يوې حملې پر مهال ټپي شويو دوو پوليس افسرانو اوس ساه ورکړې ده.
د الماتا پوليسو نن ويلي چې شریک عبدالله يېف او مايرامبېک رحمت الله يېف په روغتون کې ساه ورکړې.
د قزاقستان د تېرې مياشتې د حملې پر مهال د وژل شويو شمېر اتو ته ورسېد. د دغه هیواد ولسمشر نورسلطان نظربايېف دا حمله يو تروريستي عمل بللی وو.
د جولای په اتلسمه نېټه، يوه شپږويشت کلن د الماتا اوسېدونکي روسلان کولیکبايېف د الماتا د پوليسو پر رياست او ملي امنيت پر کمېټه ډزې پيل کړې.
په دغه حمله کې شپږ کسان ووژل شول چې پکې يو تقاعد شوی د پوليسو افسر، د پلوې ساتونکو يو افسر او څلور د پوليسو افسران شامل دي.
کوليکبايېف ونیول شو او د تروريزم، قتل او قتل د هڅو په قضيو کې تورن شو.
چارواکي وايي، کولیکبايېف چې پخوا يې هم بند تېر کړی، په تروريستي عملیاتو کې يوازي وو چې له پوليسو يې د نفرت له مخې دا کارونه کړي دي.