ځواک: ډېر ژر به هلمند کې له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسو

د هلمند چارواکي وايي ډېر ژر به هغه سیمې بیرته له وسله والو ونیسي چې د افغان ځواکونو له لاسه وتلي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال له مرکز نه تازه دمې سرتېري نادعلي ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د تېرو دریو ورځو جګړو له امله لسګونه کورنۍ له خپلو مینو بې ځایه شوې دي.

په نادعلي کې جګړو هغه مهال زور واخیسته چې حکومت دخانشین تر سقوط وروسته د هغې د بېرته نیولو خبر ورکړ.

که څه هم په رسمي ډ‌ول د۴ افغان سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکول شوی خو یوې سرچیني دنوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل دخانشین او نادعلي په دې وروستیو جګړو کي نږدي ۴۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.