غالب: هڅه کوو د انرژۍ په برخه کې د بهرنیو پانګوالو توجه راجلب کړو

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په اسلام اباد کې به د کرک په نوم په سیمه ییز کنفرانس کې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې د راجلبولو په هدف ګډون وکړي.

د دغه وزارت د انرژۍ د برخې مرستیال امان الله غالب ازادي راډيوته وویل چې افغان پلاوی به هغه هېوادونو ته چې په سیمه کې پانګونې ته لېواله دي په افغانستان کې د انرژۍ د پروژو په اړه معلومات ورکړې اودوی به په دغه هېواد کې پانګونې ته وهڅوي:

"هغه کسان چې په سیمه کې پانګونې ته لېواله دي هغوی هم کېدای شي زموږ سره راشي او خبر شي چې په افغانستان کې هم دغه پروژې موجودي دي او زموږ سره د پروږو په پلي کولو کې مرسته وکړي."

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې کرک یو سیمه ییز سازمان دی چې د افغانستان په شمول د منځنۍ آسیا لس هېوادونه یي غړیتوب لري.

دغه سازمان د نړیوال بانک او دآسیا پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي او د نورو برخو ترڅنګ د انرژۍ د پالیسیو او انتقال په برخه کې هم فعالیت لري.