د م.م ځانګړي استازي له بغلان ولایت نه لیدنه وکړه 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال بغلان ولایت په سفر کې د دې ولایت له چارواکو سره کتلې دي.

تدامیچي یاماموتو دغه ولایت ته د سفر پرمهال ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه به په دغه ولایت کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د یاماموتو سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

خو ملګري ملتونه تر دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي.