د کابل امنیه قوماندان وایي، د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تېرې شپې حملې له امله یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوې دي.
عبدالرحمان رحیمي د پېښې په سېمه کې خبریالانو ته وویل چې په دې حمله کې بهرنیانو ته زیان نه دی اوښتی.
حمله تېره شپه یوه نیمه بجه د څرخې پله د سړک نو په سیمه کې د یوه باروړنکي موټر په وسیله شوې ده.
بل لور ته په سېمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي، د پېښې سیمه د افغان ځواکونو لخوا تصفیه شوې او خبریالانو ته اجازه ورکړل شوې چې سېمه له نږدې وګوري.
د ازادي راډيو خبریال وایي، د موټر بم چاودنې له امله تر پنځو مترو پوري ژوره کنده ایستل شوې او چاودنې مالي زیانونه اړولي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې مسئولیت منلی او بهرنیو اتباعو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.