اتل: پکتيا کې ملکي تلفات څه باندې ۵٠ سلنه کم شوي

د پکتيا چارواکي وايي په دې ولايت کې د تېر کال په پرتله د ولسي خلکو مرګ ژوبله نيمايي ته راکمه شوې ده.

د ولايت سرچينې وايي تېر کال په دې ولايت کې د ناامنيو په بېلابېلو پېښو کې ١٣٨ تنه ملکيانو ته مرګ-ژوبله اوښتې، خو سږکال دغه شمېر يوازې ٦٠ ته راټيټ شوى دى.

ويل شوي چې په سهيل ختيځ زون کې د يوناما د بشري حقونو د څانګې مشر ويلي، د ٥٦ فيصده ولسي مرګ ژوبلې مسوول وسلوال طالبان دي.

د پکتيا د والي له وياند نقيب احمد اتل نه مې د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې، چې د تلفاتو دقيق ارقام څه دي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیا والي له ویاند سره مرکه