ټرمپ: امریکا باید له روسیې سره د کریمیا الحاق ومني

د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د جمهوريت غوښتونکي ګوند کانديد، ډونالډ ټرمپ ويلي، که چېرې د روسيې په خاورې پورې د اوکراين د کريميا سيمې الحاق، له مسکو سره د اړيکو ښه کېدو او د داعش پرضد مبارزه کی د قوي همکارۍ سبب کېږي، امريکا بايد دغه الحاق ومني.

دا څرګندونې د اوباما د ادارې د پاليسۍ خلاف دي چې د روسيې دغه اشغال او د کريميا سيمې غيرقانوني الحاق يې په رسميت نه دى پېژندلى.

ښاغلي ټرمپ په هغه مرکه کې چې پرون له يوه امريکايي ټلويزيون نه خپره شوه، وويل، د کريميا خلک بايد تر ډېره د روسيې يوه برخه وي.

ډونالډ ټرمپ دا رد کړه چې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره دې هر ډول اړيکې لرلې وي.

ده وويل، ده هېڅکله له پوتين سره نه کتلي او نه ټليفوني خبرې ورسره کړي دي.