اتل: پکتیا کې ملکي مرګ ژوبله سم نیمايي کمه شوې

د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله د تېرکال په پرتله سمه نیمايي کمه شوې ده.

د پکتیا د والي ویاند نقیب احمداتل وايي، تېرکال په دې ولایت کې د ناامنۍ په پېښو کې ۱۳۸ کسان مړه او ټپیان شوي وو، په داسې حال کې چې دا شمېره سږکال شپیتو ته راټیټه شوې ده.

ښاغلي اتل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ملکي تلفاتو د کمېدو د عواملو په اړه هم رڼا واچوله:

"یو علت له دولتي ادارو او امنیتي ارګانونو سره د ولسونو همکاري ده چې دوی بشپړه همکاري کوي او بل کله چې امنیتي ځواکونه عملیات کوي نو ډیره پاملرنه کوي. "

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما د بشري حقونو د څانګې ویلي چې طالبان د افغانستان په جنوب ختیځ زون کې په سلو کې د ۶۵ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوول دي.