چارواکي: د هلمند نادعلي به د طالبانو تر ولکې لاندې رانشي

د نادعلي ولسوالۍ له یوې سیمې څخه د افغان ځواکونو له په شاتګ وروسته د هلمند ولایت چارواکي ډاډ ورکوي چې دا ولسوالۍ به د طالبانو تر ولکې لاندې رانشي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل د وسله والو د حملو د شنډولو لپاره سیمې ته اضافي سرتېري استول شوي دي:

"افغان امنیتي ځواکونه ساحې ته تللي دي چې په دې کې کومانډويي ځواکونه، ضربتي ځواکونه، خاص قطعات او تر څنګ یې هوايي قطعات هم شامل دي."

ښاغلي ځواک تایید کړه چې د وسله والو طالبانو له حملو وروسته افغان ځواکونه له چاه میرزا سیمې څخه په تکتیکي ډول ووتل.

د راپورونو له مخې وړمه شپه لسګونه وسله والو طالبانو پر نادعلي ولسوالۍ حمله وکړه.

سرچینو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې وسله وال د ولسوالۍ مرکز ته ډېر نژدې شوي دي.

په همدې حال کې د هلمند چارواکو ویلي څلور مشکوک کسان چې غوښتل یې نادعلي ولسوالۍ ته وسلې او مهمات قاچاق کړي وژل شوي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دا کسان پرون د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.