یو شمېر مسلمانانو د فرانسې او ایټالیامذهبي مراسمو کې ګډون وکړ

د فرانسې په یوه کلیسا کې د یوه پریست له وژنې وروسته مسلمانانو پرون د فرانسې او ایټالیا په کلیساګانو کې په دې مناسبت په جوړو شویو مذهبي مراسمو کې ګډون وکړ.

پرون په روین ښار کې هغه ځای ته چې دا ۸۵ کلن پریست پکې ووژل شو په نژدې کلیسا کې یوه ډله مسلمانان راټول شوي وو.

د دې کلیسا مشر وویل چې په غونډه کې د مسلمانانو د ګډون له کبله خورا خوشاله شوی دی.

له کلیسا بهر خلکو د هغو مسلمانانو هرکلی وکړ چې پر یوه بنر یې لیکلي و، مینه د ټولو لپاره او کرکه د هیچا لپاره هم نه.

د بېلابېلو ادیانو د پلویانو په ګډون دې ته ورته نورې غونډې پرون د فرانسې په نورو سیمو او ګاونډۍ ایټالیا کې هم جوړې شوې.