د ارمنستان د اپوزیسیون د هغو وسله والو پاتې کسان چې د ایروان د پولیسو یو سټیشن یې نیولی و، له حکومتي چارواکو سره تر دوې اوونۍ مقابلې وروسته پرون خپلې وسلې کېښودې او تسلیم شول.
د ارمنستان د ملي امنیتي خدماتو ادارې پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، د ځانګړو امنیتي ځواکونو د اقداماتو په نتیجه کې د دې وسله والې ډلې غړي تسلیمۍ ته مجبور شول.
بیان زیاتوي چې شل کسان په دې ترڅ کې نیول شوي دي.
دا بیان نیم ساعت وروسته له هغه خپور شو چې د دې وسله والې ډلې مشر واروژان اویتیسیان Varuzhan Avetisian اعلان وکړ چې دوی د تسلیمیدو پریکړه کړې ده.
اویستاسیان وویل د مقاومت دوام بې ګټې دی ځکه د ده ملګري چې د اپوزیسیون د یوې افراطي غړي دي، یو په بل پسې د پولیسو له خوا په ډزو ټپیان کیږي.
د راپورونو له مخې د دې ډلې شاوخوا دیرشو غړو نژدې دوه اوونۍ مخکې د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ، نهه تنه افسران یې برمته کړل او غوښتنه یې وکړه چې ولسمشر سیرژ سرکیسیان دې د دوی مشر ژیرایر سیفیلیان دې آزاد او په خپله دې استفعا وکړي.
د ډلې یوه بل غړي سیتراک نظریان د خپلو غوښتنو په اړه رویټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړل:
"موږ د ولسمشر استعفا، له بنده د ژیرایر سیفیلیان آزادي او د داسې حکومت غواړو چې خلک باور پرې ولري."
ویل کیږي چې په دې وسله واله ډله کې د آذربایجان او ارمنستان ترمینځ د ناګورناګورنو باغ پرسر د جګړې ګډونوال چې پلویان یې د اتلانو په سترګه ورته ګوري هم شامل وو.