کرد او عرب جنګياليو د سوریې د منبج ښار ٤٠ فيصده برخه نيولې

کرد او عرب جنګياليو چې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف هوايي ملاتړ هم ورسره دى، له داعش ډلې د سوريې د منبج ښار ٤٠ فيصده برخه نيولې ده.

د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د امريکا د هوايي حملو په مرسته د دې ښار څلوېښت فيصده برخه اوس د سوريې د ډيموکراتيګو ځواکونو له خوا نيول شوې ده.

د سوريې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دى وايي، تر درنې جګړې وروسته جنګياليو يو کلنيک، ښوونځى او د ښار په مرکزي برخه کې يو ميدان نيولى دى. د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

که څه هم په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ٢٣٠٠ ملکيان له منبج ښار څخه وتلي دي، خو په زرګونو کسان لا هم هلته دننه پاتې دي او دې مسئلې د ځواکونو د پرمختګ چارې ټکنۍ کړې دي.

منبج چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش پر يوې کليدي اکمالاتي لارې پروت ښار دى، دې ډلې د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړى دى.

په منبج کې فعالان او ځايي اوسېدونکي وايي روانه مياشت د هوايي حملو له کبله په لسګونو ملکيان وژل شوي دي.