پاپ فرانسيس پولنډ ته خپل سفر پاى ته ورساوه

د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسيس نن په پولنډ کې له څه باندې دوه نيم مليونه زيارت کوونکو سره يوځاى په مذهبي مراسمو کې چې په پرانيستې فضا کې ترسره شول، برخه واخېسته.

ده پولنډ ته خپل دغه سفر پاى ته ورساوه.

په سلګونو زره زلميانو، کشيشانو، پېشاهنګونو او کورنيو د دغو مراسمو په درشل کې چې د ځوانانو د نړيوالې ورځې فستيوال نوم ورکړل شوى، تېره شپه په خلاصه فضا کې تېره کړه.

ده خلکو ته وويل، دوى بايد پر نوي بشريت د باور خوب ولري، چې له خلکو کرکه او د خلکو ترمنځ خنډونه او حدود له منځه وړي.

پاپ فرانسيس تېره شپه له ماشومانو وغوښتل چې په هوشمند ټليفونونو د وخت ضايع کولو پر ځاى دې له کورونو بهر ووځي او ژوند دې تجربه کړي.

تردې مخکې ده د پولنډ د اوشويڅ په نامه کمپ وکوت او هلته يې خبردارى ورکړ، هغه ظلم او ستم چې دلته پېښ شوى و، په دويمې نړيوالې جګړې سره پاى ته نه دى رسېدلى.