میاخېل: له ۱۶ زرو زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو نهه ورځو کې له ۱۶ زرو څخه زیات افغان کډوال له ایران او پاکستان نه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل نن ازادي راډیو ته وویل چې یاد وزارت هڅه کوي چې د ځینو ملي او نړیوالو بنسټونو په مرسته د نورو ستونزو تر څنګ راستنو شوېو کډوالو ته د سرپناوو د جوړولو ستونزه هم هواره کړي.

ښاغلی میاخیل وايي چې په تېرې شاوخوا یوې اوونۍ کې ۱۳ زره کډوال له پاکستان او له ۳ زرو څخه زیات له ایران نه افغانستان ته راستانه شوي دي.