د سوريې د يوه خوندي دهلېزه ١٦٩ ملکيان ووتل

د سوريې دولتي رسنۍ وايي ١٦٩ ملکيان چې ډېرى يې ښځې دي، پرون د محاصره شوي ښار حلب له ختيځو برخو د يوه خوندي دهلېز له لارې ووتل.

مسکو او دمشق وايي د اپوزيسيون تر ولکې لاندې سيمو څخه يې د خلکو د وتلو لپاره دغه لار برابره کړې ده.

خو په حلب کې د اپوزيسيون ځواکونو دغه راپورونه رد کړي او تبليغات يې ګڼلي دي. ځينو ويلي، چې پرون د ياغيانو تر ولکې له سيمو بهر، د څلورو لارو له جملې، درې يې چې په پام وه خلاصې وي، بندې وې.

اټکل کېږي چې په حلب کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې به ښايي شا و خوا دوه نيم لکه ملکيان راګير پاتې وي.

ويل شوي که د وتلو لارې پرانيستي هم وي، اکثريت ملکيان له قحطۍ سره مخامخ دي او د روانو جګړو له کبله خلک د مسکو او دمشق پر پېشنهاد باور نه کوي.

د سوريې دولتي رسنۍ وايي د اپوزيسيون ځينې جنګيالي هم د دغو دهليزونو له طريقه وتلي او د سوريې دولتي ځواکونو ته تسليم شوي دي او د دمشق په وينا د عفوې پېشنهاد يې منلى دى.

د سوريې د دولتي رسنيو په تصويري راپورونو کې خلک نه ښکاري چې عملاً دې د وتلو په حال کې وي او دا ګرانه ده چې د دولتي رسنۍ ادعاوې دې د خپلواکو سرچينو له خوا تصديق شي.