د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت نن له خصوصي سکتور سره د کوپراتیفي باغدارۍ د ۳۵ پراختیايي پروژو تړون لاسلیک کړ.
د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تړون له مخې په کابل، کاپیسا او پروان کې ۴۹ د ممیزو د پاکونې خونې،۱۳ سړې خونې او د میوو او سبزیو څلور د پروسس مرکزونه جوړیږي:
"دغه پروژې د کرنې وزارت د پراختیايي بودیجې څخه د ۸۹ میلیونو افغانیو په لګښت په کاپیسا، پروان او کابل کې عملي کیږي."
نوموړي وویل چې د یادو پروژو کار به تر راتلونکې یوه کاله پورې بشپړ شي.