دفاع وزارت: په خانشین کې وسله والو مخالفانو ته درانه زیانونه اوښتي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې وسله والو مخالفانو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې په خانشین کې تازه دمي ځواکونه له ښو تجهیزاتو سره ځای پر ځای شوي او د یادې ولسوالۍ په شا او خوا سیمو کې تصفیه روانه ده.

ښاغلی وزیري وايي چې په تصفیوي عملیاتو کې تر دې دمه ۲۴ مخالفین وژل شوي او درې تنه ټپیان شوی دي.

تېره ورځ یوې امنیتي سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط دا منلې وه چې خانشین ولسوالۍ سقوط کړی دی خو د هلمند ولایت سیمه ییزو چارواکو دا خبر رد کړی و.