د افغانستان د ملي امنیت سلاکار نن په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل.
په هغې خبرپاڼه کې چې په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت له شورا څخه خپره شوې راغلي چې محمد حنیف اتمر له ښاغلي یو جینګ سره د امنیتي او اقتصادي همکاریو په پراختیا او د ترهګرۍ په وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې دغه شان راغلي چې د ملي امنیت سلاکار په دغې کتنه کې د افغانستان د سولې د ټینګښت او د امنیتي ځواکونو د تجهیز په برخه کې د چین هېواد له مرستو مننه کړې ده.
دغه شان خبرپاڼه وايي چې په افغانستان کې د چین سفیر هم افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.