د سوریې دولتي ټلوېزیون وايي، د شنبې په ورځ ۱۶۹ کسان د هغې لارې څخه چې "خوندي دهلیز" بلل کېږي، د حلب له ښار څخه وتلي دي.
دمشق او مسکو په دې ښار کې د حکومت وسلهوالو مخالفانو او اوسېدونکو ته اته څلوېښت ساعته وخت ورکړی څو د دې خوندي دهلیز له لارې د حلب له ښاره ووځي.
خو د سوریې د حکومت مخالفانو چې پر دې ښار کنټرول لري، د دې "خوندي بشري دهلیز" له لارې یې د غیرې نظامیانو د تېرېدو راپور رد کړی او ویلي یې دي چې د شنبې په ورځ دا لار پرانېستې نهوه.
اټکل کېږي چې ۲۵۰ زره ملکي وګړي د حلب په ښار کې بند پاتې دي چې د محاصرې له کبله د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي.
د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د پرون ورځې په اوږدو کې یو شمېر د حکومت مخالف وسلهوال هم له دې لارې تېر شوي او له حکومتي ځواکونو سره یو ځای شوي دي.
دمشق خپلو وسلهوالو مخالفانو ته ژمنه ورکړې که وسلې پر ځمکه کېږدي نو له مجازاتو به وبخښل شي.