د روسيي ولسمشر پرون د بالکان سیمې له کوچني هېواد سلووینیا څخه کتنه پیل کړه.
ولادمیر پوتین په داسې وخت کې سلوینیا ته سفر وکړ چې د اوکراین پر سر د مسکو او لوېدیځ تر منځ اړیکې کړکېچنې شوي دي.
سلووینیا سره له دې چې د اروپايي ټولنې او ناټو تړون غړی هېواد دی خو له روسيې سرهيې هم خپلې دوستانه اړیکې ټینګې ساتلي دي.
د سلووینیا چارواکو ویلي دي هېواد ته د ولسمشر پوتین یو ورځنی سفر غیر رسمي دی خو دواړه لوري به د سوداګرۍ او دوه اړخیزو اړیکو په اړه وغږېږي.