د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وايي، د اوکراین په ختیځ کې پرون وسلهوالو د دې سازمان یو شمېر غړي تهدید کړي دي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وايي، بېلتون غوښتونکو په لوکوف سیمه کې د څارونکي مأموریت د ډلې مخه ونیوله خو وروستهيې ورته اجازه ورکړه چې په ماریوپول کې خپل مرکز ته ورسېږي.
دا سازمان د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بېلتون غوښتونکو تر منځ د اوربند څارنه کوي.
خو راپورونه وايي چې اوکرایني ځواکونه او بېلتون غوښتونکي د اوربند موافقې ته بشپړ درناوی نهکوي او وخت ناوخته پر یو بل بریدونه کوي.