د کندهار د ملي امنیت اداره وايي، ۶ کسانيې په دې ولایت کې د ترورېستي فعالیتونو په تور نیولي دي.
د ملي امنیت لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دې کسانو اعتراف کړی دی چې په شاه ولي کوټ، خاکریز او میوند ولسوالیو کې يې ترورېستي فعالیتونه کړي او د عُشر او زکات په نوميې په زوره له خلکو پیسې اخیستې دي.
نیول شوي مشکوک کسان د شاه ولي کوټ، ناوې، میوند او خاکریز ولسوالیو اوسېدونکي دي.