د افغانستان په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت پخوانی استازی ډاکټر اسدالله همتیار په کابل کې د نا پېژندو وسلهوالو لهخوا وژل شوی دی.
د کابل د د اتمې امنیتي حوزې امر محمد داوود پکتیاوال ازادي راډیو ته وویل چې ډاکټر همتیار تېر ماښام ستانکزي مېنې ته نږدې په خپل کتنځي کې د تفنګچې په ډزو وژل شوی دی.
ښاغلي پکتیاوال وویل چې تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو لامل نهدی معلوم خو د وژونکو د نیونې لپارهیې هڅې روانې دي.
اسدالله همتیار د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسېدونکی و.