د ننګرهار کوټ ولسوالۍ ته د بشري مرستو ټیمونه ورسېدل

د ننګرهار کوټ ولسوالۍ ته چې تېره اوونۍ د داعش له فعالیت څخه تصفیه شوه، پرون د بشري مرستو ټیمونه ورسېدل.

د ننګرهار د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل، دا ټیمونه خلکو ته اوښتي زیانونه په نښه کوي چې ولایتي اداره بیا ورته د مرستو رسولو پروسه پیل کړي.

په همدې حال کې ملي اردو وايي، د ننګرهار په اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې پر داعش وسله‌والو تازه هوايي او ځمکني بریدونه شوي چې ۳۸ وسله‌وال په‌کې وژل شوي دي.

د ننګرهار یو شمېر ولسوالۍ په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او داعشیانو تر منځ د سختو جګړو شاهدې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته امر کړی چې په ختیځ کې د داعش د فعالیت تر ختمولو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.