د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي، د بادغیس مرکز قلعه نو په ورزشي اسټیډيوم کې یې د یوې تروریستي حملې مخه نیولې ده.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله والو پلان درلود ترڅو د ۱۲ کلن ماشوم څخه په استفادې د بادغیس په قلعه نو کې انتحارې حمله وکړي.
ملي امنیت ریاست وایې چې حمله کوونکی هدف ته له رسیدو مخکې د دوی ځواکونو پیژندلی او نیولی یې دی.
خو تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.