د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي په مرکز فیض اباد کې د یوه مازدا موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۱۱ محصلین وژل شوي دي.
د دغه ولایت ویاند احمد نوید فروتن ازادي راډيو ته وویل چې دتخار دغه محصلین د بدخشان بهارک ولسوالۍ ته په چکر تللي و چې تېره شپه یې موټر د کوکچې سیند ته ولوېد.
نوموړي ونه ویل چې دغه محصلین د کوم پوهنتون و.
ویل کېږي چې په پېښه کې یو محصل ټپې شوی دی.