دفاع وزارت: د هلمند خانشین ته کمانډو ځواکونه استول شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو د ځپلو په هدف کمانډو ځواکونه استول شوې دي.

د دغه وزارت لخوا نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه وسله والو مخالفانو د هلمند پر خانشین ولسوالۍ تهاجمي حمله کړې ده.

دفاع وزارت وایي چې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو په نښته کې ۱۸ وسله وال مخالفان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوې دي.

دغه وزارت وایي ډېر ژر به د هلمند په خانشین ولسوالي کې وسله وال له ماتې سره مخ شي.

بل لور ته بیا د هلمند د پولیسو یوې سرچیني دنوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې خانشین ولسوالي دیوه ډلیز برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې ده.

سرچینه وايي په دې برید کي ۷ پولیس هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

طالبانو د ولسوالۍ دنیولو ادعا کوي او وایې چې ګڼو پولیسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.