عبدالرحیمزی: د بروکسل کنفرانس لپاره بشپړ چمتوالی لرو

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې د بروکسل د کنفرانس لپاره یې د افغانستان د پراختیا پرملي پروګرام کارکړی دی.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډيوته وویل چې په دغه پروګرام کې د افغانستان د راتلونکې لپاره لومړیتوبونه په نظر کې نیول شوي دي.

ښاغلی عبدالرحیمزی وایي چې د دغه پرواګرام له لارې هڅه کېږي چې افغانستان خودکفا شي او دغه وارداتي هېواد په یوه صادراتي هېواد بدل شي:

"د بروکسل کنفرانس لپاره بشپړ چمتووالی لرو او څه باندي دوه میاشتي چې موږ تر بروکسل پوري لرو زموږ نوري چاري به هم نهایي شي او موږ به د لاس ته راوړنو سره سره کنفرانس ته داخیلېږو او د راتلونکو کلنو لپاره د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د پراختیا په برخه کې به موږ مثبته پایله ولرو."

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې افغان حکومت یو شمېر هغه ژمني پوره کړې چې له نړیوالوې ټولنې سره یي کړې او پر یو شمېر نورو یي کار روان دی.