د استانبول يوې محکمې ١٧ تنه ترک ژورناليستان د ترکيې له مذهبي مشر، فتح الله ګولن سره د اړيکو په تور په بند محکوم کړل.
د ترکيې حکومت ګولن په دغه هېواد کې د کودتا په ناکامه هڅه کې په لاس لرلو تور نوي.
د ترکي رسنيو د راپور له مخې، دغه ١٧ ژورناليستان په يوه تروريستي سازمان کې په غړيتوب تورن شوي دي.
ګولن او د هغه اړوند کسان دا تور چې تروريستان دې وي يا دې هم د دوو اوونيو مخکې په کودتا کې لاس لرلى وي، ردوي.
محکمې ٤ خبريالان چې له ګولن سره ارتباط لري، خو يوازې د مطبوعاتو د ازادۍ غوښتونکي دي، خوشې کړي، خو ١٧ تنه نور يې تر محاکمې مخکې د تروريستي فعاليتونو په تور توقيف کړي دي.
ګولن له څو کلونو راهيسې په امريکا کې جلاوطنه دى.