دفاع وزارت د سیګار ادارې وروستی راپور رد کړ 

د فاع وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش دفتر یا سیګار هغه راپور نه مني چې ویلي افغان حکومت د څلورو مياشتو په موده کې پنځه فيصده خاوره سخت دريځو ته له لاسه ورکړې ده.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیر نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی په بېلابېلو سیمو کې سخت دریځو ته ماتې ورکړې ده:

"موږ د دښمن تحرکات او حملې تاییدوو خو دا نه منو چې دښمن به زموږ نه کومې سیمې نیولې وي خو برعکس تاسې ګورئ چې دښمن په بېلابېلو ولایتونو کې ماتې خوړلې ده."

خو د سیګار یو نوی راپور څرګندوي چې د افغانستان حکومت تر مې میاشتې د خپل قلمرو په سلو کې پر ۶۵،۶ برخې ولکه لرله خو دا فیصدي د جنوري په پیل کې ۷۰،۵ وه.

دا په دې مانا ده چې له څلور سوه ولسواليو څخه نولس د حکومت له ولکې وتلي دي.