مرتضوي: له فساد سره د مبارزې عالي شورا رامنځته شوه

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، له ادارې فساد سره د مبارزي او قانون حاکمیت د عالي شورا له جوړېدو هدف دا دی څو په ملي کچه د قانون حاکمیت او له فساد سره مبارزه وشي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغې شورا کارونه نن پيلیږي او هدف یې په لوړه کچه د فساد د دوسیو څېړل دي.

ښاغلي مرتضوي همدارنګه وویل چې له ادارې فساد سره د مبارزي او قانون حاکمیت د عالي شورا په ابتدایي جلسه کې ولسمشر غني، اجراییه رئیس، د سترې محکمې رئیس او لوی څارنوال ګډون کړی و.