د هرات سیمه ییز چارواکي وایي د دغه ښار مولوی ټانک سېمه کې نن سهار یوې چاودنې څلور ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي ازادي راډيو ته وویل نامعلومو کسانو چاودیدونکي توکي د میوو په یوه کراچۍ کې ځای پرځای کړي وو.
له بلې خوا د هرات د حوزه وي روغتون یوه مسوول محمد رفیق شېرزي وویل چې په دې چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د یوه پولیس په ګډون درې کسان ټپیان شوې دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.