په ارمنستان کې د بلواضد پوليس، پرون ناوخته د پلازمېنې يريوان د پوليسو يوه کمپاوند ته نژدې له سلګونو کسانو سره په شخړه واوښتل.
دغه کمپاونډ د هغو وسله والو له خوا نيول شوى و چې د ارمنستان له اپوزيسيون ډلې سره اړيکې لري.
په دې تاوتريخوالي کې چې د ازادۍ راډيو درې خبريالان هم په کې ټپيان شوي، د ډزو او چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
مظاهره چيانو چې له وسله والو سره خواخوږي لري، هڅه وکړه چې دغو ودانيو ته دننه شي.
وروسته له هغې چې د بلواضد پوليسو ورسره مقابله پيل کړه، دوى د ډبرو ګوزارونه وکړل.
پوليسو په ځواب کې د لنډې شېبې لپاره پر مظاهره چيانو بېسدوونکي لاسي بمونه او اوښکي بهوونکي ګاز وکارول.
د ارمنستان چارواکو د مظاهرو له مشرانو غوښتنه وکړه چې د خلکو ډلې د ښار مرکزي سيمې ته بوځي.
د ارمنستان د بشري حقونو د څارونکې ډلې دفتر ويلي، دوى هغه راپورونه څېړي چې په کې ويل شوي، پر خبريالانو د پوليسو په جامه کې کسانو حمله کړې ده.
د ازادې اروپا یا ازادي راډيو پر خبريالانو د مسلکي دندې پر مهال پر حملې خواشيني څرګنده کړې ده.
د دې راډيو عمومي مشر توماس کينټ وويل:
"موږ د ارمنستان له چارواکو غواړو چې حمله کوونکي عدالت ته کش او هغه خبريالان خوندي کړي چې خپل مشروع کار پرمخ بيايي."