د امريکا دفاع وزارت د ترکيې د ولسمشر وروستۍ ادعاوې په کلکه رد کړې چې په کې ويل شوي، د امريکا پوځ په يو ډول نه يو ډول په ترکيه کې د کودتا د وروستۍ هڅې ملاتړ کړى يا په کې دخيل و.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون د امريکا پر متحدو ايالتونو انتقاد وکړ او يوه عالي رتبه امريکايي قوماندان ته يې د انتقاد ګوته ونيوله چې اندېښنه يې څرګنده کړې وه، د کودتا دغه هڅه ښايي د امريکا او ترکيې پر اړيکو اوږدمهالي تاثيرات ولري.
اردوغان وويل چې واشنګټن د کودتا د پلانوونکو خوا نيسي.
د امريکا د دفاع وزارت مطبوعاتي سکرټر پيټر کوک وويل، هر ډول ادعا چې ګواکې امريکا د کودتا ملاتړ کړى، پوچه ده.
ده وويل، د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر له خپل ترکي سيال څخه ډاډ ترلاسه کړى چې د اسلامي دولت ډلې د سخت دريځو پرضد روانه جګړه به اغېزمنه نه شي.
د امريکا متحدو ايالتونو په ترکيه کې له انجرليک پوځي اډې په استفادې هوايي حملې تنظيمولې، د څارنې الوتکې يې ترې الوتنې کولې او نور ماموريتونه يې تنظيمول.