صدیقي: د کابل ښار کوټه سنګي چاودنه کې ۱ تن وژل شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې پرون جمعه د ماین په چاودنه کې یو تن ووژل او۳ تنه زخمیان شوي.

د کورنیوچارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي پر ټویټر ولیکل چې ماین په یوه کرولا موټر کې ايښودل شوی و.

د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

په کوټه سنګي کې د دې چاودنې مسئولیت نه دی اخیستی.