د صربیا او هنګري ترمنځ په سرحد کې ۹۰ تنو غیرقانوني افغان او پاکستاني کډوالو پرون جمعه خپل غذايي اعتصاب ختم کړ.
دا هغه کسان دي چې اروپايي اتحادیې ته د رسېدو لپاره له سربیا د هنګري پر پوله د اوښتو هڅې کوي.
خو د صربیا اوهنګري حکومتونو په خپلو سرحدي سیمو کې د دې غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي دي.
په سیمه کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونود عالي کمېشنرۍ ویندوی دفرانسې خبري اژانس ته وویل چې د هوا د زیاتې ګرمۍ له امله یو شمېر اعتصاب کونکي ناروغ شوي وواویوه حکومت یې هم غوښتنو ته مثبت ځواب ندی ورکړی.
اعتصاب کونکي بېرته په سربیا کې د کډوالو کمپونو ته استول شوي دي، دسربیا چارواکي وايي چې په وروستیو شپږمیاشتو کې یې څه باندې یولک غیرقانوني کډوال ثبت کړي دي.