د ارمنستان په پلازمینه یرووان کې پرون جمعه د امنیتي ځواکونو او د اپوزیسیون د پلویانو وسله والوپه نښته کې ۳ تنه زخمیان شول.
د ارمنستان د پولیسو ویندوی وویل چې دوي وسله والو ته خبرداری ورکړی و چې ډزې دي نکوي خو هغوی دې خبرداري ته له درناوي پرته په ډزو پيل وکړ او د پولیسو لخوا یې دری تنه په مقابلو ډزوکې زخیمان شول.
په ارمنستان کې د اپوزیسیون د یوه زنداني مشر وسله والو پلویانو د جولاي په ۱۷ د پولیسو پر یوه مرکز حمله وکړه او یو شمېر پولیس یې برمته کړل.
حمله کونکو د خپل مشر د خوشي کیدو او د ولسمشر سرژ سرکسان د استعفی غوښتنه وکړه.
سره له دې برمته شوي پولیس خوشي شوو خو وسله والو هغه ډاکتران ورسره برمته کړي چې د هغوي د زخمیانو د درملنې لپاره ور استول شوي وو
.