روسي لوبغاړي د برازیل وزن پورته کولو سیالیو کې ګډون نشي کولای

د وزن پورته کولو فدراسیون وايي، د روسیې د وزن پورته کولو لوبډلې ته په برازیل کې د دوبي د المپیک په سیالیوکې د ګډون اجازه نه ورکوي.

د وزن پورته کولو نړیوال فدراسیون پرون جمعه څرګنده کړه چې د روسیې پر لوبډله د ډوپنګ یا له داسې دواګانو داستفادې تور دی چې بندیز ورباندې لګېدلی دی.

د دې فدراسیون په وینا د روسي ورزشکارانو نومونه په هغه رپوټ کې چې د ډوپنګ نړیوال سازمان په ملاتړ جوړ شوی و، خپاره شوي وو. په دې رپوټ کې ویل شوي چې د روسیې حکومت د ډوپنګ ملاتړ کړی دی.

د وزن پورته کولو نړیوال فدراسیون پرون جمعه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دروسیې ورزشکارانو په مکرر ډول او په جدیت د دې سپورت پر اصولو تېری کړی دی.