د کابل امنیې قومادانۍ چارواکي وايي چې نن ماځیګر ۶بجې او ۲۵ دقیقې د کابل ښار په لودیځه ځنډه د کوټه سنګي په سیمه کې یو چاودنه شوې.
د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې یاده چاودنه په سیمه کې په یوه موټر کې د ځای پرځای شوي چسپکي ماین له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د دوی تحقیقاتي ټیم د پېښې ځای ته رسېدلی او لومړنۍ څېړنې ښه یې چې په دې چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي.
تر دا مهاله ددې چاودنې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې هم د چسپکې ماین چاودنه شوې وه.
او د تېرې شنبې په ورځ په کابل ښار کې د جنبش روشنايي غړو پر مظاهرې انتحاري حمله کې څه باندې ۶۰ تنه ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.