بلخ کې پر یوه واده وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي او یو یو بل تن ټپي شوی دی.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند شېرجان دراني ازادي راډیو ته وویل چې یاده پېښه نن جمعه د یاد ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په کمپیبرک سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې لومړی دوو تنو غیر مسوله وسله والو کسانو د واده پر خلکو ډزې کړي او وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
درانی وايي پولیس د حمله کوونکو د نیولو هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بلخ ولایت اوسېدونکو په دغه ولایت کې د غیر مسوله وسله والو ډلو له فعالیت څخه شکایت کړی وو.