د فرانسې پر یوې کلیسا د برید کوونکو ویډیو خپره شوه

په یوه نوې ویډیو کې چې د راپورونو له مخې اسلامي دولت ډلې خپره کړې ده د فرانسې د شمال پر یوه کلیسا له دوو بریدکوونکو- یوه له مسلمانو غوښتي دي چې فرانسه ویجاړه کړي.

نولس کلن عبدالمالک نبیر پیتیتژان چې د فرانسې تابعیت یې درلود او د جولای په ۲۸مه له یوه بل تن سره په ګډه رسماً د کاتولیکې کلیسا د پریست په وژنه تورن وپیژندل شو په خپله وینا کې ولسمشر فرانسوا اولاند او صدراعظم مانویل والس ته خطاب کوي او وايي، وخت بدل شوی دی، تاسو به هم هغه درد وغمئ چې زموږ وروڼه او خویندې یې زغمي، موږ به ستاسو هېواد ویجاړ کړو.

نوموړی چې پر کلیسا له حمې وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو له مسلمانانو غواړي چې پر فرانسویانو حملې وکړي او ویې وژني او غوښتنه کوي چې مسلمانان دې د هغه نړیوال ائتلاف پرضد جګړه وکړي چې په سوریه کې د داعش ضد عملیات کوي.

د فرانسې پولیس پر کلیسا له حملې مخکې د پیتیتژان په لټه کې و، ځکه د ترکیې استخباراتو خبر ورکړی و، چې دا تنکی ځوان ښايي له افراطي ډلو سره په تماس کې وي.