النصره جبهې له القاعده شبکې سره بېلتون اعلان کړ

د النصره جبهې په نوم د سوریې د حکومت مخالفې وسله والې ډلې له القاعده شبکې څخه خپل بېلتون اعلان کړی دی.

د دې اقدام هدف ظاهراً دا دی چې دا ډله غواړي ځان د روسیې او امریکا له هوايي حملو څخه وژغوري، د القاعده همکارې ډلې او داعش د سوریې په اوربند او د سولې په خبرو کې نه دي شامل او دواړه ډلې د امریکا او روسیې په هوايي حملو کې په نښه کېږي.

د النصره جبهې مشر ابو محمد الجولاني پرون الجزیره ټلویزیوني شبکې ته وویل، د دې ډلې نوم به له دې وروسته د سوریې د فتحې جبهه وي او له هیڅ یوه بهرني اړخ سره اړیکي نه لري.

القاعده شبکې مشرانو په یو جلا پیغام کې پر دې ډلې غږ کړی چې د اسلام د ښیګڼې لپاره دې نه بېلېږي خو د ډلې مشرتابه ویلي دي چې د اسلامي شریعت پربنسټ د خلافت د رامینځ ته کولو هدف ته به دوام ورکړي.

امریکايي چارواکو د دې اعلان په اړه شک څرګند کړی او د امریکا د استخباراتو مشر جیمز کلپر د بېلتون دا اعلان د عوامو د پاملرنې د جلب په مقصد یو اقدام بللی دی.