سیګار: افغان حکومت ۴ میاشتو کې ۵ سلنه خاوره دلاسه ورکړې

د امریکا د حکومت د یوه نوي راپور له مخې د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې له ځنډ سره سره د افغانستان حکومت د سږکال د جنوري او مې میاشتو ترمینځ د خپل قلمرو په سلو کې پر پنځه برخې ولکه له لاسه ورکړې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش دفتر یا سیګار چې دا راپور یې خپور کړی وايي، د افغانستان حکومت تر مې میاشتې د خپل قلمرو په سلو کې پر ۶۵،۶ برخې ولکه لرله خو دا فیصدي د جنوري په پیل کې ۷۰،۵ وه.

راپور په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د چارواکو په حواله له هغو سیمو څخه چې په ټیټ لومړیتوب کې دي د تهاجمي حملو لپاره نورو سیمو ته د افغان ځواکونو استول، د طالبانو له خوا د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره اقدامات، له فرصتونو څخه پرځای استفاده او په نیول شویو سیمو کې د استحکاماتو ټینګول د افغان حکومت د دې ماتې علتونه بللي دي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن په وینا ډېری هغه سیمې چې د طالبانو په ولکه کې دي، کلیوالې سیمې دي.

د سیګار راپور زیاتوي چې وسله والو طالبانو ته د ځینو سیمو پر پرېښودو سربېره د افغانستان وسله وال ځواکونه همداراز د نورو ډلو او د اسلامي دولت یا داعش او د ازبکستان د اسلامي نهضت د وسله والو له خوا هم تر فشار لاندې دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې به ۸۴۰۰ امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي.

له دې مخکې پلان دا و چې د ۲۰۱۷ کال تر جنوري میاشتې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر پنځه نیم زرو ته راټیټيږي.

افغان حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.