ننګرهار کې د داعش پر ضد دوهم پړاو پوځي عملیات پیل شوي

د ننګرهار چارواکي وايې د داعش پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو دوهم پړاو پیل شوی دی.

ملي اردو، او د ننګرهار پولیسو تېر ماښام په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل په هغو سیمو کې چې له داعش څخه پاکې شوې محلې پولیس ځای پر ځای کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي خبریالانو ته وویل په کوت او اچین ولسوالیو کې سیمه ییزې شوراګانې جوړیږي چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

د امریکا پوځ هم په ننګرهار کې د داعش پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.