امریکا د سوریې حلب کې د روسیې د اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې

د امریکا دفاع وزارت د سوریې په حلب ښار کې د روسیې د هغو اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې چې روسي چارواکي یې پراخ بشري عملیات بولي.

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو پرون وویل چې د روسیې او سوریې دولتي ځواکونه په حلب کې د ملکي وګړو د وتلو لپاره د بشري اقداماتو په ترڅ کې یو خوندي دهلیز پرانیزي څو له ښاره ووځي او هغو وسله والو مخالفینو ته هم د خوندیتوب ډاډ ورکوي چې له جګړې لاس اخلي.

امریکايي چارواکي وايي، د روسیې دا اعلان د وسله والو مخالفینو د تسلیمۍ او له دې محاصره شوي ښار څخه د ملکي وګړو د جبري ایستلو غوښتنې ته ورته والی لري.

په همدې حال کې د ملګروملتونو د بشري مرستو مسوول ستیفان اوبراین پرون خبرداری ورکړ چې د روسیې له خوا د بشري مرستو په نوم له اعلان شوي دهلیز څخه کار اخیستل باید په خپله خوښه وي او د خلکو مصوونیت باید تضمین کړي.

روسيه دا اعلان وروسته له هغه کوي چې د سوریې حکومت په حلب ښار او شاوخوا سیمو کې چې ویل کیږي شاوخوا دوه نیم لکه ملکي وګړي پکې بند پاتې دي، خپل ولکه ټینګه کړې ده.

ولسمشر بشاراسد هم پرون هغو وسله والو مخالفینو ته عفو اعلان کړه چې په راروانو دریو میاشتو کې خپله وسله پرځکه کيږدي.