ریول: امریکا پر کېم جونګ اون له بندیز سره ترینګلتیا ته لمن وهي

د امریکا سره د اړیکو لپاره د شمالي کوریا لوړ پوړي چارواکي واشنګټن تورن کړی دی چې د هغو اشخاصو په لېست کې چې بندیزونه پرې لګېدلي، د کېم جونګ اون په شاملولو ترینګلتیا ته لمن وهي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو په وزارت کې د امریکا د چارو د څانګې مشر هان سانګ ریول د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته د پنجشنبې په ورځ په یوې مرکه کې ویلي، د امریکا وروستیو اقداماتو د کوریا په ټاپو وزمه کې وضعیت جګړې ته نږدې کړی دی.

نوموړې همدارنګه خبرداری ورکړ، د امریکا او جنوبي کوریا هغه ګډ پوځي تمرینات چې د راتلونکې میاشتې لپاره پلان شوي، له تاوتریخوالي ډکو شخړو ته لاره هوارولی شي.

د امریکا متحده ایالات او جنوبي کوریا په منظمه توګه ګډ پوځي تمرینات ترسره کوي.

هان ویلي، د واشنګټن دا پرېکړه چې د شمالي کوریا رهبر کېم یې د بندیزونو په لېست کې شامل کړی په دې لړ کې وروستی اقدام دی.

واشنګټن د شمالي کوریا مشر او څو نور چارواکي د جولای په شپږمه نېټه د بندیزونو په لېست کې شامل کړل. دوی د بشري حقونو څخه په سرغړاوي تورن دي.