د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د مړینې د نهم تلین مراسم ترسره شول

د افغانستان د پخواني پاچا اعلی حضرت محمد ظاهر شاه د نهم تلین مراسم نن په مرنجان غونډې کې په یو لړ رسمي مراسمو سره ترسره شول.

جمهور رییس غني په دې اړه جوړ شوو مراسمو ته په لیږلي پیغام کې پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه د خیر او برکت سمبول بللی او ویلي چې تاریخ به کله هم د ملت بابا هېر نه کړي.

په همدې حال کې د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدلله چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی و وویل چې پخواني پاچا محمد ظاهر شاه تل د هېواد د خوشالۍ او ابادۍ په فکر کې و.

د افغانستان پخوانې پاچا محمد ظاهر شاه ، په ۱۳۸۶ کال د زمرې په لومړی نېټه د ۹۲ کلو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

محمد ظاهر د پلار تر مرګ وروسته په ۱۹ کلنې کې واک ته ورسېد، د څلور لسیزو لپاره د هېواد د واکمن په توګه پاتې شو او درې لسیزې یې په جلا وطنې کې د ایټالیا په روم کې تېرې کړې.